سه شنبه, مارچ 24, 2026
سه شنبه, مارچ 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

يو امريکايي تبعه «ډینس کویل» د طالبانو له بنده خوشی شو

طالبانو د کوچني اختر په مناسبت یو تن امریکایي تبعه «ډینس کویل»، چې د افغانستان له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې له امله نیول شوی و، آزاد کړ. د یاد بندي کورنۍ د اختر د مبارکو ورځو په مناسبت او د طالبانو له مشر ملا هبةالله څخه د شفقت او عفوې د غوښتنې پر بنسټ، د هغه د آزادولو غوښتنه کړې وه. د طالبانو تر ولکې لاندې د سترې محکمې د مقام له لوري د نوموړي پخوانی حبس کافي وبلل شو او په کابل کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو. طالب چارواکو ويلي دا اقدام د بشري خواخوږۍ او نېک نیت پر بنسټ ترسره کوي او باور لري، چې دا ډول ګامونه کولای شي د هېوادونو ترمنځ د باور فضا لا پیاوړې کړي. همدا راز، هیله څرګندوي چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د تفاهم او رغنده خبرو اترو له لارې پاتې ستونزو ته د حل لارې ومومي. طالبانو له ورور هېواد متحده عرب اماراتو څخه په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو او همکارۍ له امله مننه کوي.

- Advertisment -spot_img