ځینو افغان سیاسي شخصیتونو، د پوهنتون استادانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو نن (دوشنبې، د وري په ۳مه)په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) ته د پاکستان د وروستیو پوځي بریدونو پر ضد اعتراضلیک وسپاره. دوی ویلي، چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري ترسره شوي هوايي او ځمکني بریدونه باید د ملګرو ملتونو، غړو هېوادونو او د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو له خوا په کلکو ټکو وغندل شي. اعتراض کوونکو ټینګار وکړ، چې د ورته بریدونو د تکرار د مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات وشي او د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې د څلورم بند له مخې دې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته بشپړ درناوی وشي.



