دوشنبه, مارچ 23, 2026
دوشنبه, مارچ 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: له ایران سره به جګړه په پنځو ورځو کې پای ته ورسېږي

فاکس نیوز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د دواړو لورو ترمنځ روانې خبرې «ښې پر مخ ولاړې شي»، نو له ایران سره به جګړه په پنځو ورځو کې پای ته ورسېږي. د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې د هغه اداره پلان لري د دوشنبې په ورځ (د وري په ۳مه)د ایران له مشرتابه سره خبرې وکړي، د هغه په وینا له هغې وروسته چې «د هوکړې مهم ټکي» تثبیت شوي دي. ټرمپ د ایر فورس ون الوتکې ته له ختلو مخکې خبریالانو ته وویل چې ټاکل شوې غونډه به د ټلېفوني تماس له لارې ترسره شي؛ خو دا یې روښانه نه‌کړه چې کوم ایراني چارواکي به په‌کې ګډون ولري. هغه زیاته کړه چې له مجتبی خامنه‌يي سره یې خبرې نه‌دي کړې، چې تازه د ایران د مذهبي مشر په توګه ټاکل شوی دی. ټرمپ ویلي: «موږ به نن سره خبرې وکړو»، او وړاندوینه یې وکړه که‌چېرې دا خبرې بریالۍ شي، جګړه به په راتلونکو پنځو ورځو کې پای ته ورسېږي. هغه زیاته کړه، چې ایران به یا له یوې هوکړې سره موافقه وکړي، او که نه «نو موږ به بمبارۍ ته دوام ورکړو». ټرمپ د ورځې په پیل کې د دغو خبرو اعلان کړی و؛ خو ایراني دولتي رسنیو دا ادعا رد کړه. نوموړي دا رد بې‌اهمیته وګاڼه او ویې ویل چې ښايي ځینې ایراني چارواکي د مخابراتي سیستم د ګډوډۍ له امله مغشوش شوي وي.

- Advertisment -spot_img