دوشنبه, مارچ 23, 2026
دوشنبه, مارچ 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په ٣ ولایتونو کې ټرافیکي پېښې؛ ٥ تنه مړه او ٢ نور ټپیان دي

نورستان، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د څو ټرافیکي پېښو له امله لږ تر لږه ٥ تنه مړه شوي او ٢ نور ټپیان دي. د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې پرون یکشنبې (د وري په۲مه) د دغه ولایت په مرکز پارون ښار کې له یوه پله د موټرسایکل د لوېدو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی. ټپي کس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی او د پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده. له دې سره هم‌مهاله په ننګرهار ولایت کې، ځايي مسئولینو ویلي چې د جلال‌اباد په ښار کې یو ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه ځوان، چې ضیاءالرحمن نومېده، تازه یې له یوه خصوصي پوهنتونه د انجینرۍ په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړی و. په هرات ولایت کې هم د شنبې په ورځ (د وري په لومړۍ) د «فرونر» ډوله موټر او یوې ریکشا ترمنځ د ټکر له امله د ریکشا درې تنه سپرلۍ مړه شوې او یو بل ټپي شوی دی. د دغې پېښې لامل هم د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده. په افغانستان کې ټرافیکي پېښې هر کال د سلګونو کسانو ژوند اخلي او لسګونه نور ټپیانوي. کارپوهان د دغو پېښو اصلي لاملونه د چلوونکو بې‌احتیاطي، د ټرافیکي نښو او اسانتیاوو نشتوالی او د سړکونو خراب وضعیت ګڼي.

- Advertisment -spot_img