پهداسې حال کې چې افغانستان کې نوی ښوونيز کال له نورزو سره سم پيل شوی، د بشري حقونو د وضعيت ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنيټ ويلي، افغان نجونو او ښځو ته بايد اجازه ورکړل شي، چې ښوونځيو او پوهنتونو ته ولاړې شي. نوموړي پر خپله ايکسپاڼه هغو کسانو ته چې نوروز لمانځي د مبارکۍ ترڅنګ ويلي: « زه یادونه کوم چې یوازې په افغانستان کې دا د نوي تعلیمي کال پیل دی، داسې کال چې پهکې له شپږم ټولګي پورته نجونې به اجازه ونه لري، چې خپلو زدهکړو ته په ښوونځيو کې دوام ورکړي او ښځې به هم ونه شي کولای پوهنتون ته ولاړې شي. دا پرېکړه د منلو وړ نه ده، باید بېرته بدله شي.» نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پرلهپسې پنځم کال هم افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې د زدهکړو اجازه نه لري. دغهراز د پوهنتونو دروازې هم د محصلينو نجونو په مخ تړل شوي دي.



