دوشنبه, مارچ 23, 2026
دوشنبه, مارچ 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په دولتي مامورینو کوچنی اختر بې معاشه تېر شو

دولتي مامورينو ویلي، د يو خپور شوي مکتوب او ژمنې مطابق ټاکل شوې وه، چې د تېر لمريز کال د کب مياشتې معاشونه له کوچني اختر مخکې توزيع شي، خو د طالبانو ماليې وزارت يوازې خپلې نظامي برخې ته معاشونه ورکړل او د ملکي ادارو معاشونه وځنډول شول. د بېلابېلو دولتي ادارو مامورينو معتبرې سرچینې ته ويلي، د پاکستان د پرله پسې بمبار، اقتصادي ستونزو او بې معاشۍ له وجې يې سږنی اختر بې خونده او سخت تېر شو، خو توقع لري، چې له اختر سمدستي وروسته يې معاشونه توزیع شي: «ناتاييد شوي راپورونه دا دي، چې د وري يا حمل مياشتې تر شلمې نېټې پورې به د تېرې مياشتې معاشونه وځنډېږي.» د اقتصادي ستونزو او بودجې د کسر له وجې، طالبانو روان مالي کال يوه مياشت وړاندې «د ۱۴۰۴ د کب مياشتې په لومړۍ نېټه» پيل کړ، بودجه يې تر اوسه نده توشيح شوې، ارقام يې نه رسنيز کېږي او پرله پسې د مامورينو معاشونه ځنډول کېږي. دغه حالت د دولتي مامورینو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې، ځکه د ژوند ټولې چارې يې د معاش اړوند برابرې کړې، خو په نه ورکړې يې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او ژوند يې له کړاوونو ډک تېرېږي.

- Advertisment -spot_img