ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) د نوروز او کوچني اختر په مناسبت د خپلې مبارکۍ په پیغام کې په افغانستان کې پر سولې او ارامتيا ټینګار کړی دی. دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې هیله لري نوی کال د افغانستان د ټولو خلکو لپاره له سولې او ارامۍ ډک وي. ملګرو ملتونو د نوي کال په مناسبت ویلي : «په افغانستان کې تاسو ټولو ته یو خوشحاله، سالم او له سولې ډک نوی کال غواړو.» د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام په جلا پیغام کې افغانانو ته د کوچني اختر مبارکي هم ورکړې او په هېواد کې یې پر سولې او یووالي ټینګار کړی دی. تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم په خپل اختر پیغام کې په هېواد کې د تلپاتې سولې پر ټينګښت ټینګار کړی و. بلخوا له ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان، چې له کلونو وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي، ويلي تمه یې وه چې نوروز به په خپل وطن کې په شور او شوق ونمانځي، خو د طالبانو د لګېدلو محدودیتونو له امله دا لرغونی جشن کمرنګه شوی او د تېر په څېر یې مزه نه شته. ګڼو راستنو شویو کورنیو ګومان کاوه چې نوروز به په افغانستان کې ښه وي، خو شته ستونزې د دې لامل شوي چې ونه شي کړای سږني مناسبتونه د تېر په څېر ونمانځي. د سرچینو په خبره، محدود چاپېریال او ټولنیزو ستونزو د تېرو کلونو پرتله سږنی نوروز کمرنګه کړی دی. سرچینې ټينګار کوي، چې د محدودیتونو سربېره، اقتصادي ستونزې، د مناسبې سرپناه نشتوالی، پراخه بېکاري او ټولنیزې ننګونې هغه لاملونه دي، چې ونه شي کړای د اختر او نوروز مناسبتونه په خوښۍ ونمانځي.



