د رویټرز خبري اژانس د جرمني د دولتي ټلوېزیون «ایارډي» له قوله په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو د جرمني له خبر او تأیید پرته په برلین کې د افغانستان سفارت لپاره نوی سرپرست ټاکلی دی. راپور زیاتوي، چې دا یو اړخیز اقدام د بهرنیو هېوادونو کې د افغان ډیپلوماټیکو استازولیو د کنټرول د پراخولو هڅه ده، په داسې حال کې چې طالبان د جرمني او ډېرو نورو هېوادونو له لوري په رسمیت نهدي پېژندل شوي. د ډیپلوماټیکو اړیکو د ۱۹۶۱ کنوانسیون له مخې، د سفیر یا د استازولۍ د مشر ټاکنه د کوربه هېواد له تأیید پرته شونې نهده. سره له دې، راپورونه ښيي، چې یاد کس له دغه بهیر پرته په عملي ډول د سفارت د شارژدافیر په توګه کار کوي. ویل کېږي هغه مخکې د ټیټې کچې کونسلګرۍ کارکوونکی و او د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په چوکاټ کې جرمني ته تللی و. که څه هم جرمني د هغه کونسلګري دنده منلې؛ خو د سفارت د سرپرست په توګه له ټاکل کېدو بېخبره دی. د راپور له مخې، دغه کس په رسمي لیکونو کې ځان د سفارت د مشر په توګه معرفي کړی او عملي مشري یې پر غاړه اخیستې ده. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د افغان استازولیو په مشرتابه کې د بدلون په اړه یې هېڅ رسمي خبر نهدی ترلاسه کړی.



