چهارشنبه, اپریل 22, 2026
چهارشنبه, اپریل 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو ته د امریکا خبرداری؛ د یرغمل نیونې ډپيلوماسي نه‌منو

د ډونالډ ټرمپ د سلاکار مرستیال، سباسټین ګورکا، طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې امریکا به د برمته‌نیونې ډیپلوماسي ونه زغمي. نوموړي پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې «د امریکا اعلی قومندان به تر هغې ارامه پاتې نه شي،تر څو ټول هغه امریکایان چې د طالبانو له خوا نیول شوي، بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای نه‌شي.» دغه امریکايي چارواکي د ډنیس کویل، محمودشاه حبیبي، پل اوربي او پولینسس جکسن د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. امریکا ۱۱ ورځې مخکې د طالبانو اداره د «ناقانونه نیونو د ملاتړ کوونکو حکومتونو» په نوملړ کې شامله کړه. د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، د پاول اوربي پرته چې ګومان کېږي په افغانستان کې مړ شوی وي، لږ تر لږه درې نور امریکايي وګړي هم د طالبانو په بند کې دي. له دې مخکې طالبانو پنځه امریکايي وګړي له خپلو زندانونو خوشې کړي دي.

- Advertisment -spot_img