پنجشنبه, مارچ 19, 2026
پنجشنبه, مارچ 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو مشر: بمبارونه او توپونه مو له منځه نشي وړلای

د طالبانو پټ مخي مشر ملا هبةالله اخندزاده نن د کوچني اختر لمانځه پر مهال پخپله وينا کې د پاکستان د نوم له اخيستو پرته ويلي، که هرڅومره بمبار پر موږ کېږي او توپونه ولي، خو تاسو په خپله عقيده او ايمان کې تغيير مه راولئ: «موږ توپ او طیارې نشي خرابولی.» نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، که موږ په هوايي بمباریو او توپونو کې له منځه تللی، نو روس او امریکا به له منځه وړي وو. د طالبانو مشرتابه ویلي، موږ باید عدالت قایم کړو، له عدالت سره نظام بقا کوي او دا ظلم دی، چې د نظام بقا له منځه وړي. نوموړي پر فلسطين د روانو ظلمونو يادونه وکړه او وې ويل، د نړۍ ټول مسلمانان دې الله تعالی د کفارو له ظلمونو وساتي. ملا هبة الله د خپلو فرمانونو پر بشپړ تطبيق ټينګار کړی او ويلي یې دی،چې نظام يې په ټوله نړۍ کې بې ساری دی ځکه، که اسلام نه وای، نو قسم په الله به اوس موږ او تاسو پتلون اغوستلی او د غرب خادمان به وای. نوموړي د مسلمانانو په منځ کې پر يووالي ټينګار وکړ او په رسنيو يې تور ولګاوه، چې د مسلمانانو تر منځ د بې اتفاقۍ رامنځته کولو هڅه کوي: «د غرب رسنيو ته غوږ مه نيسئ، دوی د اسلام ضد دي.» نوموړي ويلي، خلک حق لري له موږ پوښتنه وکړي، چې حکومت مو په کوم مسير روان دی.

- Advertisment -spot_img