د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې د سېشنبې په ورځ په قزاقستان کې د کوکپر د نړۍوالو سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې د مجارستان لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه. افغان لوبغاړو د لوبې له پیله د میدان کنټرول په لاس کې واخیست او په بشپړې برلاسۍ سره یې د امتیازونو لوی توپیر رامنځته کړ. دا بریا د دغو سیالیو د پیل لپاره یو پیاوړی ګام بلل کېږي. د هېواد د وزلوبې ملي لوبډله به د سیالیو په راتلونکو پړاوونو کې له مغولستان او روسیې سره مخامخ شي، هغه لوبې چې د ټیمونو وروستۍ درجهبندي ټاکي. د سږ کال د وزلوبې نړۍوالې سیالۍ د ۹ هېوادونو په ګډون ترسره کېږي او د لومړۍ لوبې د ښه فعالیت له مخې، افغانستان د دغې دورې له مخکښو ټیمونو څخه ګڼل کېږي.



