د هېواد مشهور سندرغاړي او ملي هنرمند جاوېد امیرخېل اعلان وکړ چې په ګران وطن کې د روانې خونړۍ جګړې د شهیدانو، ټپیانو او یتیمانو په احترام یې په لندن ښار کې خپل ځانګړی کنسرت لغوه کړی دی. امیرخېل ویلي چې د مارچ په ۲۱مه نېټه په لندن کې کېدونکی کنسرت د هېواد د ناوړه وضعیت او د کابل د وروستیو پېښو له امله د ماتم په نښه لغوه کوي. نوموړي د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او په افغانستان کې یې د جګړې د ټغر د ټولېدو دعا کړې ده. امیرخېل له هغو هېوادوالو چې ټکټونه یې اخیستي وو، غوښتنه کړې چې د خپلو پیسو بېرته ترلاسه کولو لپاره اړوند ځای ته مراجعه وکړي.



