کابل مېشتو بهرنیو سفيرانو، ډيپلوماټانو او د نړيوالو سازمانونو له استازو سره غونډه کې د پاکستاني پوځي رژيم له لوري په مکرره توګه، د افغانستان د هوايي حريم نقض، تجاوزنو او جنګي جنايتونو په اړه د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ويلي، له ډيپلوماتيکې لارې د روان کړکېچ ختمولو لپاره نور پر پاکستان د طالبانو نظام باور پای ته رسېدلی دی. نوموړي ويلي، تر اوسه يې د ترکيې، سعودي، چين، قطر او متحده عربي اماراتو په منځګړتوب د دغې ستونزې د حل لپاره عملي او جدي اقدامات کړي، خو هر ځل حل ته د رسېدو پر مهال پاکستان پر افغانستان بريد کړی او پروسه يې ګډوډه کړې ده. په ورته مهال د سيمې وضعيت په اړه نوموړي پر ايران د امريکا بريد وغنده او له ايران څخه يې هم وغوښتل، چې د سيمې د امن او ثبات د ساتلو لپاره پر خليجي هېوادونو بريدونه ودروي.



