سه شنبه, مارچ 17, 2026
سه شنبه, مارچ 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د تحریک انصاف ګوند: د پاکستان او اسراییلو ترمنځ هېڅ توپیر نشته

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتي برخې مرستیال حسین احمد یوسفزي کابل کې د پاکستان پوځي رژیم برید په غبرګون کې ویلي، دا وحشیانه برید د غندنې وړ او د انسانیت پر وړاندې جرم دی. یوسفزي په اېکس پاڼه ليکلي، دا برید د بهرنیو قدرتونو د خوشحالولو او د امپریالیستي اجنډا لپاره شوی، چې نه یوازې د افغان ولس، بلکې د ټولې سیمې د مظلومو انسانانو پر وړاندې یو شرمناک اقدام دی او په خبره یې، د بې ګناه ملکي وګړو په نښه کول په هیڅ ډول د جګړې یا سیاسي هدف لپاره د توجیه وړ نه دی. نوموړي ویلي، د پاکستان په پارلمان کې ناست کسان نه پوهېږي چې منځګړي هېوادونه ولې دا اندېښنه څرګندوي، چې که د شخړې حل د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې ممکن وي، نو ولې د بمونو او بارودو ژبه کارول کېږي؟ ده پر کابل د تېرې شپې برید چې ۴۰۰ ملکیان پکې شهیدان شوي په اشارې ویلي، تاریخ ګواه دی، چې د امپریالیستي قدرتونو جګړې تل د کمزورو او بې ګناه خلکو په وینو لړل شوې دي او زیاته کړې ده، چې د دې برید عاملین دې د عدالت منګولو ته وسپارل شي. د نوموړي په لیکنه،«زموږ، د امریکا او اسرایلو ترمنځ څه توپیر دی هغوی هم روغتونونه، تعلیمي مرکزونه او ملکي ځایونه په نښه کوي.

- Advertisment -spot_img