سه شنبه, مارچ 17, 2026
سه شنبه, مارچ 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عراقچي: د ايران ضد هېوادونه به د هرمز له لارې تېر نه شي

د ایران دبهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د هرمز ستراتیژیک تنګی لا هم خلاص دی، خو «زموږ د دښمنانو پر مخ به تړل شوی وي». نوموړي ویلي هغه هېوادونه چې د ایران پر ضد په وروستیو بریدونو کې ښکېل دي، اجازه به ونه لري، چې له دې مهمې اوبو لارې استفاده وکړي. دا څرګندونې داسې مهال شوې چې د امریکا متحدوایالتونو او اسرائیل ځواکونو په ایران کې هوايي بریدونه زیات کړي دي. راپورونه ښيي چې بریدونه د تهران، همدان او اصفهان په ګډون څو ښارونو کې شوي دي. بلخوا ایران هم متقابل بریدونه کړي او د اسراییلو په څو ښارونو کې د زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي. په همدې حال کې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسمټ ویلي، واشنګټن د نړیوالو نفتو بازارونو د ثبات لپاره د ایران د نفتو ټانکرونو ته اجازه ورکړې، چې د هرمز له تنګي تېر شي. نوموړي د “سي ان بي سي” سره په خبرو کې ويلي، چې د ایران کښتۍ لا دمخه له دې لارې وتلې دي او اوس د هند او چین کښتۍ هم تګ راتګ پیل کړی دی. همداراز د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د واشنګټن هدف د ایران د پوځي وړتیاوو، په ځانګړي ډول د سمندري ځواک او د سیمې بهر د ځواک د پراخولو توان کمزوری کول دي.

- Advertisment -spot_img