د لغمان ولایت د ترافیکو مسئولین وایي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې په دې ولایت کې لسګونه ترافیکي پېښې رامنځته شوې، چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د لغمان د ترافیکو مدیر حبیب الله مبارز په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې په ټول ولایت کې شاوخوا ۸۰ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي. د هغه په وینا، په دغو پېښو کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۲۱۴ نور ټپیان شوي دي. مبارز زیاته کړې، چې د قربانیانو تر منځ ۲۰ ښځې مړې او ۴۸ نورې ټپیانې شوې دي. هغه همداراز ویلي چې په قربانیانو کې یو شمېر ماشومان هم شامل دي، خو د هغوی دقیق شمېر یې څرګند نه کړ. د نوموړي په خبره، ډېری ترافیکي پېښې د کابل–جلالاباد پر لویه لار، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار او د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې رامنځته شوې دي. د دغو پېښو د دقیقو لاملونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو کارپوهان تر دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو مهم لاملونه د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي نښو نشتوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي بللې ده.



