دوشنبه, مارچ 16, 2026
دوشنبه, مارچ 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په کویت کې د ایټالیايي او امریکايي پوځیانو پر ګډې اډې د بې پېلوته الوتکې برید شوی

د ایټالیا پوځ اعلان کړی، چې یوې بې‌پیلوټه الوتکې په کویت کې پر علي السالم هوايي اډې برید کړی دی. په دې اډه کې د ایټالیا او متحدو ایالتونو ځواکونه مېشت دي، خو پوځ ټینګار کړی، چې د دوی ټول سرتېري روغ رمټ دي. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر څو ساعته وروسته ویلي، باور نه لري، چې د دې حملې هدف به په مستقیم ډول ایټالیايي پوځیان وو. د ایټالیا لوی درستیز لوچانو پورتولانو په هغه اعلامیه کې چې پوځ په ایکسپاڼه کې خپره کړې، ویلي دي: «په کویت کې د علي السالم هوايي اډه، چې د امریکايي او ایټالیايي ځواکونو او تجهیزاتو کوربه ده، د یوې بې‌پیلوټې الوتکې له لوري برید شوی دی.» هغه زیاته کړې، چې دا بې‌پیلوټه الوتکه «د ایټالیا د عملیاتي هوايي ځواک اړوند د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د ساتلو پر پناهځای ولګېده، چې له امله یې هغه په بشپړه توګه ویجاړه شوه.» دغه ایټالیايي پوځي چارواکي ټینګار وکړ: «د برید پر مهال ټول ځواکونه خوندي وو او هېڅوک ټپي نه شول.» همداراز د ایټالیا یوه پوځي اډه د عراق د کوردستان په اربیل ښار کې ده، چې د چهارشنبې په شپه ناوخته د بې‌پیلوټه الوتکې برید پرې وشو، خو په هغه پېښه کې هم د چا د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر د دولتي تلویزیوني شبکې رای سره په خبرو کې وویل: «موږ له هیچا سره په جګړه کې نه یوو.»

- Advertisment -spot_img