یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران د نتنیاهو د وژلو ګواښ وکړی

د ایران د اسلامي انقلاب ځواک ګواښ کړی، چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو د وژلو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویل شوي: «که دا د ماشومانو وژونکی مجرم (بنیامین نتن‌یاهو) ژوندی وي، موږ به د بشپړ ځواک په کارولو سره د هغه تعقیب ته دوام ورکړو او هغه به ووژنو.» دا څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې چې د اسراییل د لومړي وزیر د مړینې او ژوند په اړه ځینې اوازې خپرې شوي، خو اسراییلي چارواکو دغه اوازې رد کړي او ویلي یې دي، چې نتنیاهو ژوندی دی. شنونکو ويلي چې دا ډول سختې څرګندونې د ایران او اسراییل ترمنځ د روان کړکېچ د لا زیاتېدو نښه ده. په وروستیو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ پوځي بریدونه او ګواښونه زیات شوي دي.

- Advertisment -spot_img