د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ويلي چې په نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې تبعیض لاهم یوه جدي ستونزه ده او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د برابرۍ او بشري حقونو د ساتنې لپاره لازیاتې هڅې وکړي. ګوترېش نن یکشنبه، د مارچ ۱۵مه، د « د اسلامفوبیا یا اسلام څخه د کرکې پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځې» په مناسبت په خپل پیغام کې ټینګار کړی، چې مسلمانان په ډېرو ځایونو کې له ټولنیز او اقتصادي محرومیت، تعصب او ناعادلانه مهاجرتي پالیسیو سره مخ دي. د هغه په وینا، مسلمانان نه یوازې له تبعیض سره مخ دي، بلکې کله ناکله بېدلیله څارل کېږي او ان د شک او تورونو له امله یې پر ضد دوسیې هم جوړېږي. نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د هر انسان د کرامت، بشري حقونو او برابرۍ د ارزښتونو د ساتنې لپاره یو ځل بیا ژمنه وکړي، پرته له دې چې د خلکو دین یا عقیده څه وي. د ملګروملتونو سرمنشي تر دې مخکې هم په نړۍ کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، د تاوتریخوالي د کمېدو او د تبعیض د مخنیوي غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، چې د ملګروملتونو منشور د هېوادونو ترمنځ د اړیکو بنسټ جوړوي او د اختلافونو د سولهییز حل لپاره مهمه لارښود ګڼل کېږي. ګوټرېش ټینګار کړی، چې که دولتونه د ملګروملتونو د منشور اصولو ته ژمن پاتې شي، کولی شي د نړیوالو کړکېچونو او تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي او د یوه خوندي او عادلانه نړۍ د جوړېدو زمینه برابره کړي.



