د بریتانیا د پارلمان غړې زارا سلطانه پر خپل حکومت توندې نیوکې کړي او تور یې پورې کړی، چې بریتانیا د خپلې خاورې په کارولو سره پر ایران د امریکا او اسراییلو په “فرشبمبارۍ” کې مستقیمه ونډه لري. سلطانې ویلي، چې د امریکا دوه B-1 بم غورځوونکې الوتکې د بریتانیا له “فیفورډ” هوایي اډې څخه د ایران د ویشتلو لپاره الوتنې کوي. هغې دغه جګړه غیرقانوني بللې او زیاته کړې یې ده چې بریتانیا په کې په قصدي ډول اسانتیاوې برابروي. هغې د بریتانیا لومړی وزیر کیر سټارمر د ډونالډ ټرمپ په وړاندې په بې وسۍ تورن کړی او هغه یې د ټرمپ د سیاستونو تابع بللی دی.



