د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ د «آویز» په سیمه کې د لنډکروزر ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۵ تنه مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي. د شهر بزرگ ولسوالۍ امنیه قوماندان سیفالدین عازم ويلي دا پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې هغه مهال رامنځته شوه چې یو لنډکروزر موټر له سړکه ووت او چپه شو. په شهر بزرگ ولسوالۍ کې تر دې مخکې هم ورته ترافیکي پېښې شوي او ډېری وخت یې لامل د سیمې د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی. د سیمې اوسېدونکو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی له حکومته غواړي چې په دې ولسوالۍ کې د سړکونو جوړولو او بیا رغونې ته جدي پاملرنه وکړي.



