د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اوسني ائتلافي حکومت له واک ته رسېدو راهیسې تر اوسه پورې ۱۰۵ هغه افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ستانه کړل شوي چې په جرمني کې د جرمونو له امله محکوم شوي وو. د وزارت د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې ۲۲ تنه افغانان له جرمني څخه ایستل شوي او بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي. دغه کسان هغه پناه غوښتونکي بلل شوي چې د جرمني د قوانینو له مخې یې جرمونه ترسره کړي او د محکمې له خوا پرې پرېکړې شوې وې. جرمني چارواکي وايي، هغه بهرني وګړي چې په جدي جرمونو محکوم شي، د پناه غوښتنې له حقه محرومېږي او د قانون له مخې د ایستلو له بهیر سره مخ کېږي. د جرمني حکومت ټینګار کړی چې د عامه امنیت د خوندي کولو لپاره د مجرمو بهرنیو اتباعو پر وړاندې د اخراج پالیسي عملي کوي. د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، تمه کېږي چې په راتلونکې کې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ نوره هم پراخه شي. په راپورونو کې ویل شوي چې کابل ته د کډوالو د اخراج لپاره د ځانګړو الوتنو د زیاتېدو احتمال هم شته، څو هغه کسان چې د پاتې کېدو قانوني شرایط نه لري بېرته افغانستان ته واستول شي. په ورته وخت کې، د بشري حقونو ځینې سازمانونه د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې سره د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پر پرېکړو اندېښنه ښيي او ټینګار کوي چې د هرې قضیې ارزونه باید په جلا توګه وشي. جرمني چارواکي بیا وایي چې د اخراج پرېکړې د قانوني مراحلو او قضایي ارزونو له بشپړېدو وروسته عملي کېږي.



