جمعه, مارچ 13, 2026
جمعه, مارچ 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائیلو په لبنان کې د عملیاتو پراخېدو غوښتنه کړې

د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاتز، ویلي چې پوځ ته یې لارښوونه کړې څو په لبنان کې خپل پوځي عملیات پراخ کړي. دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د لبنان پولې ته نږدې د اسرائیلي ځواکونو او زغروالو پوځي وسایطو د لیدل کېدو راپورونه خپاره شول. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسرائیل پوځ د لبنان پولې ته نږدې خپل پوځي حضور زیات کړی او زغروال وسایط او نور ځواکونه یې د سرحدي سیمو پر لور ځای پر ځای کړي دي. دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې په وروستیو کې د اسرائیل او د لبنان  حزب الله ډلې ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د اسرائیل دفاع وزیر اسرائیل کاتز ویلي، چې پوځ ته یې سپارښتنه کړې څو عملیات پراخ کړي او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي. هغه ټینګار کړی، چې اسرائیل به د خپلو سرحدونو د امنیت د ساتنې لپاره هر ډول اړین ګامونه واخلي. تر اوسه د لبنان چارواکو یا حزب الله ډلې په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د سیمې د امنیتي وضعیت د لا کړکېچ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. کارپوهان وايي، چې د سرحدي سیمو پوځي تحرکات ښايي د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د احتمالي نښتو خطر زیات کړي، چې دا کار به د سیمې امنیتي وضعیت نور هم پېچلی کړي.

- Advertisment -spot_img