د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د تېرو جنایتونو په دوام پاکستان یوځل بیا تېره شپه په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبارد وکړ. هغه نن جمعه د مارچ ۱۳ مه پر اېکسپاڼه لیکلي چې په ځینو ځایونو کې ملکي کورونه په نښه شوي، چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړي او ځينو سیمو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړي. ښاغلي مجاهد ویلي چې اسلامي امارت دغه جنایت او ښکاره تېری په کلکو ټکو غندي او بېځوابه به پاتې نه شي. ذبیحالله مجاهد زیاته کړې، د روژې مبارکه میاشت او د اختر په درشل کې دا ډول ظالمانه تجاوز څرګندوي چې دوی هيڅ کوم انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونو ته پابند نهدي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې برید تېره شپه د کابل ښار د ٢١ حوزې اړوند د ٢۴ ګذر په ساحه کې د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري د ملکیانو په کورونو شوی. هغه وویل، دغه برید کې ۴ عام هېوادوال شهیدان شوي او په نورو کورونو کې ۱۵ نور ټپیان شوي دي. ورته وخت کې د طالبانو ویاند همدارنګه ویلي چې پاکستاني الوتکو د کندهار هوایي ډګرته څېرمه د کامایر شخصي هوایي شرکت د تیلو ذخیره وېشتلې ده. هغه ویلي چې یاد شرکت ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد تیاروي. د طالبانو ویاند زیاتوي چې پاکستان پخوا هم د یوه شخصي تجار د تیلو ذخیرې ویشتلې وې.



