جمعه, مارچ 13, 2026
جمعه, مارچ 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر کابل د پاکستان بریدونو ته د حامد کرزي غبرګون

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې بریدونه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان شهیدان شوي، په کلکه غندلي. ښاغلي کرزي نن جمعه پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې د پاکستان دغه بریدونه د ګاونډیتوب، بشري ارزښتونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. هغه یو ځل بیا د پاکستان له حکومت غوښتي چې دښمني پریږدي، لرې فکر او افغانستان سره نیک او متمدنه اړیکې او تګلاره غوره کړي. د اسلامي امارت مسئولينو ویلي چې پاکستان تېره شپه پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبارد کړی چې تر دامهاله په کې ۴ ملکیان شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

    - Advertisment -spot_img