امریکا روانه اوونۍ هغه پرېکړه وروستۍ کړې، چې پېښور کې فعاله استازولي نور د تل لپاره تړي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا ډيپلوماتیک دفتر له ۲۰۰۱ م کال وروسته افغانستان ته د لوجستیک د انتقال مهمه نقطه وه او دا مهال په کې ۱۸ امریکايي ډیپلوماتان په دنده بوخت و. هاخوا بیا کانګرېس ویلي، دوی به له دې وروسته د کال شاوخوا ۸ میلیون ډالر سپما او دا اقدام به د امریکا په ملي ګټو منفي اغېز ونه کړي. اسوشتېد پرېس خبري اژانس لیکلي، امریکايي ادارو په ټوله کې له دې ډول اقداماتو موخه د لګښتونو کمول یاد کړي دي او ویلي یې دي، چې دا موضوع هلته له وروستیو پېښو سره تړاو نه لري.



