چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د طالبانو له لوري د یرغمل شویو بندیانو د خوشي کېدو په اړه د امریکا هڅې

د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې (اف بي ای) ژمنه کړې چې افغانستان کې به بندیان امریکايان بېرته امریکا ته ستانه کړي. دغې ادارې یو ځل بیا یادونه کړې، چې امریکا متحده ایالاتونو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو واکمن حکومت د “ناعالادنه نیونو” د ملاتړي حکومت په توګه پېژندلی دی. اف بي ای پرون سه شنبې ناوخته د مارچ په ١٠مه پر خپلې ایکس لیکي،”د یرغمل شویو د همغږۍ مرکز په بهر کې د یرغمل شویو امریکایانو د خلاصون هڅې همغږې کوي او د دغو کسانو له ازادیدو وروسته د هغوی له کورنیو ملاتړ ته دوام ورکوي”. د یادې ادارې په ټکو،”موږ د یرغمل شویو د خلاصون په برخه کې خپلې پرېکړې عملي کوو”. له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دوشنبې ناوخته اعلان کړی و، چې “طالبان باید په افغانستان کې ناعادلانه توګه نیول شوي امریکایان له هغې ډلې دنیس کویل او محمود شاه حبیبي راخوشي کړي”. خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د روبیو دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو، چې هیڅ بهرنی وګړی په افغانستان کې بندي نه دی. بل پلو، د یرغمل شویو په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتونو استازي ادم بوهلر پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې ویلي و،”اوس مهال درې “بې ګناه” امریکایان په افغانستان کې بندیان دي.

- Advertisment -spot_img