افغانستان ملي امنیت پخواني رییس، رحمت الله نبیل، په سیمه کې د وسلهوالو ډلو ترمنځ په روانو خبرو اترو او د پاکستان د پوځ په رول نیوکې وکړې. نبیل دا یو “دردونکی حالت” وباله، چې د افغانستان په څېر یو تاریخي هېواد کې داسې کسان منځګړیتوب کوي چې نومونه یې په نړیوالو تور لستونو کې شامل دي. هغه ویلي: فضلالرحمن خلیل، چې په خپله د تروریزم په تور لست کې دی، افغانستان ته راځي ترڅو د طالبانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبرې وکړي. نبیل زیاته کړې، چې دا خبرې اترې د پاکستان د پوځي جوړښت په استازیتوب ترسره کېږي؛ هغه جوړښت چې په وینا یې، د کلونو راهیسې یې د دغو ډلو په جوړولو او ملاتړ کې اساسي رول لوبولی دی. د نوموړي په باور، دا صحنه ښيي، چې د افغانستان برخلیک اوس د هغو ډلو په لاس کې دی، چې نومونه یې یواځې له تاوتریخوالي او افراطیت سره تړلي دي. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن تېره ورځ افغانستان د “ناحقه نیونو” د ملاتړي هېواد په لست کې شامل کړی او د ادم بوهلر په څېر امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دا ډول تعاملات به افغانستان له سختو نړیوالو فشارونو سره مخ کړي.



