د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګې اعلان کړی، چې کابل ته یې د درېیو الوتنو له لارې د د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ۲۷۰ ټنه درملیز خوراکي توکي لېږدولي دي. هغه پیغام چې په ایکس پاڼه خپور شوی، ویل شوي چې په دغو مرستو کې د درملیزو خوراکي توکو ۲۰ زره بستې هم شاملې دي. ټاکل شوې، چې دا بستې د د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له خوا پر شدیدې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره ووېشل شي. یونیسف د دوشنبې په ورځ اعلان کړی و چې په روان میلادي کال کې غواړي په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون او ۳۰۰ زره هغه ماشومان چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، د درملنې د پروګرامونو تر پوښښ لاندې راولي. همدارنګه د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، په ټولیز ډول شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.



