د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د کاري ځواک په برخه کې لویه جنسیتي تشه لري او د ښځو اقتصادي مشارکت په اندېښمنوونکې توګه ښکته دی. یاد سازمان نن دوشنبه د کب پر ۱۸مه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې «په کورنیو کې یوازې اووه سلنه ښځې دندې لري، په داسې حال کې چې دا شمېر د نارینهوو ترمنځ ۸۴ سلنه دی.» د ملګرو ملتونو دا شمېر په اقتصادي برخه کې د ښځو او نارینهوو ترمنځ د ژورې تشې ښکارندوي کوي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټينګار کړی، چې دا وضعیت دې عادي کېږي نه او کاري بوختیاوو ته د افغان ښځو له لاسرسي څخه ملاتړ د بدلون امکان رامنځته کولی شي. دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم ټینګار کړی و، چې په کاري بازار کې د ښځو ټیټه ونډه پراخې ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي وو، هغه کورنۍ چې سرپرستي یې ښځو ته ورلغاړې ده، ۹۰ سلنه یې اړینو خوړو ته لاسرسی نه لري.



