دوشنبه, مارچ 9, 2026
دوشنبه, مارچ 9, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: د نړۍ د خوندیتوب لپاره د تېلو بیو لوړوالی باید و منل شي

امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د وروستي نظامي کړکېچ له امله د تېلو د بیو لوړېدو ته په اشارې سره ویلي، چې دا د نړۍ د امنیت او سولې په بدل کې ډېره “وړه بیه” ده. ټرمپ پر خپله رسمي ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د تېلو په بیو کې اوسنی لنډمهاله زیاتوالی به ډېر ژر هغه مهال بېرته راکم شي کله چې د ایران اټومي ګواښ په بشپړ ډول له منځه یوړل شي. هغه ټینګار کړی چې د امریکا او نړۍ د خوندیتوب او تلپاتې سولې لپاره د تېلو د اوسنیو بیو ګالل یو اړین ګام دی او په وینا یې، یواځې “احمقان” به له دې نظر سره مخالفت وکړي. ټرمپ ډاډ ورکړی چې د ایران د اټومي ظرفیت له منځه وړل به په اوږد مهال کې د انرژۍ بازارونو ته بېرته ارامي او ثبات راولي. دا په داسې حال کې ده چې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې د منځني ختیځ د جګړې له امله بې ثباته شوي او ډېری هېوادونه یې له اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.

- Advertisment -spot_img