چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان د ځانګړې استازې مرستیاله د امنیت شورا غونډې ته راپور وړاندې کوي

په داسې حال کې چې پر افغانستان د پاکستان یرغل دوام لري، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (دوشنبې، د کب ۱۸ مه)، د افغانستان په اړه غونډه جوړوي. ټاکل شوې ، په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله او سرپرسته جورجت ګانیون د دغه هېواد د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي. ټاکل شوې دا غونډه د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجې دایره شي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لیندۍ/ قوس په ۱۹مه هم د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره غونډه کړې وه. دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د بشري حقونو د محدودیتونو، بشري مرستو د ستونزو، د ترهګرۍ د خطرونو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو او د دغو نښتو په پایله کې افغانستان ته د راغلیو کډوالو د کړاوونو او د هغوی پر کمپ د بریدونو او همداراز د پاکستان د بریدونو له امله د زلزله ځپلو د بیا بې ځایه کېدو په شمول د افغانستان د ګڼو ستونزو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي. د امنیت شورا ډېرو غړو په پخوانیو غونډو کې د طالبانو د تګلارو او په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي. طالبانو هغه غونډې، چې د ملګرو ملتونو له لوري د دوی د استازي له حضور پرته ترسره کېږي، بې‌اغېزې بللې او غوښتنه یې کړې، چې هېوادونه دې له دوی سره مستقیم تعامل وکړي.

- Advertisment -spot_img