دوشنبه, مارچ 9, 2026
دوشنبه, مارچ 9, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانانو پر تحصیلي وېزو د برېتانیا نوی بندیز

برېتانیا حکومت په یو ناڅاپي اقدام کې د افغانانو لپاره د نویو تحصیلي ویزو غوښتنلیکونه بند کړي دي. دا پرېکړه د برېتانیا د کورنیو چارو د وزارت لخوا د وزیرې “شبانه محمود” په مشرۍ شوې، چې خپله د پاکستاني اصله ده. د “ویزې بریک” په نوم دا نوې پالیسي به د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې پلي شي، چې له مخې به یې افغانان نه شي کولای د زده کړو او ځینو کاري برخو لپاره برېتانیا ته د تګ غوښتنه وکړي. دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې رسمي ارقام ښیي پاکستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې وګړي یې په برېتانیا کې تر ټولو زیات د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي. د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر پایه، له ۱۱ زرو څخه زیاتو پاکستانیانو په برېتانیا کې پناه غوښتې چې دا تر ټولو لوړه شمېره ده. د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ډاټا ښیي چې ۸۹ سلنه پاکستاني پناه غوښتونکي لومړی په قانوني ډول (د زده کړو، کار یا سیاحت ویزو) برېتانیا ته داخل شوي او بیا یې د پناه غوښتنه کړې ده. سره له دې چې افغانستان هم د پناه غوښتونکو په لیست کې دی، خو برېتانیا ورته محدودیتونه پر پاکستان یا نورو هېوادونو نه دي لګولي. کله چې له شبانه محمود څخه په یوه خبري ناسته کې وپوښتل شول چې ولې د تر ټولو زیاتو پناه غوښتونکو (پاکستان) پر ځای یواځې افغان محصلین په نښه شوي، هغې وویل چې د دوی اصلاحات “اوس پیل شوي” خو د کوم بل هېواد نوم یې وانخیست. دا پرېکړه د افغانانو، په ځانګړې توګه د زده کړو د فعالانو ترمنځ سخته غوسه راپارولې ده. هغوی استدلال کوي چې افغان نجونې او ښځې لا دمخه په کور دننه د طالبانو لخوا له زده کړو محرومې شوې دي او اوس برېتانیا هغوی ته بهر ته د زده کړو لپاره د تګ لاره هم وتړله. یو برېتانوی-افغان مبصر په دې اړه پوښتنه کړې: «که طالبان افغان نجونې په کور دننه له زده کړو منع کوي او برېتانیا یې په بهر کې له زده کړو محروموي، نو د دواړو ترمنځ توپیر څه شو؟» اوس مهال ګڼ شمېر افغان فعالان پر هېوادوالو غږ کوي چې د پارلمان غړو ته لیکونه واستوي او له حکومت څخه وپوښتي چې ولې یواځې افغان زده کړیالان هدف ګرځول شوي، په داسې حال کې چې د نورو هېوادونو د پناه غوښتونکو شمېر تر افغانانو ډېر زیات دی.

- Advertisment -spot_img