د بښنې نړیوال سازمان ويلي، په افغانستان کې د واکمنۍ له بدلون شاوخوا څلور نیم کاله وروسته هم په دغه هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې دوام لري او ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ دي. یاد سازمان نن د ښځو نړیوالي ورځې په مناسبت پر خپله ايکسپاڼه لیکلي، افغانستان کې ګڼ شمېر ښځې او نجونې اړې شوې چې له عامه ژوند څخه لېرې او “ناڅرګندې” پاتې شي او خپل هویت قرباني کړي، خو د دوی غږونه به چوپ نه شي. د بښنې نړیوال سازمان تر دې وړاندې هم ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو له زیاتېدو سره مخ شوی دی. د راپور له مخې، ښځې د ټولنیز ژوند له ډېرو برخو منع شوې او د شکنجې، ناوړه چلند، خپلسرو نیونو، جبري ورکېدو او سانسور پېښې لا هم دوام لري. راپور زیاتوي چې د بیان ازادۍ، سولهییزو اعتراضونو او سیاسي ګډون په برخه کې هم جدي محدودیتونه لګېدلي او ښځې په ځانګړي ډول له دغو حقونو محرومې شوې دي. د سازمان په وینا، د بدني سزاګانو بیا پلي کېدل او د خپلواکې قضايي ادارې نشتوالی د دې لامل شوی چې د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان عدالت ته د رسېدو اغېزمنه لاره ونه لري. د بښنې نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې د افغانستان خلک لا هم له سخت وضعیت سره مخ دي، خو نړیوالې ټولنې تر اوسه د دې بحران د حل لپاره کافي او اغېزمن اقدامات نه دي کړي. د سازمان په وینا، یوازې لفظي اندېښنې د دې وضعیت د بدلون لپاره بسنه نه کوي او عملي اقداماتو ته اړتیا ده. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بشري حقونو د سرغړونو د حسابورکولو لپاره یو پیاوړی او خپلواک میکانیزم رامنځته کړي، پر واکمنو چارواکو فشار زیات کړي څو د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي او د هغوی د ټولنیز، سیاسي او کلتوري ګډون لپاره فضا برابره کړي. د بښنې نړیوال سازمان همدارنګه غوښتنه کړې چې د بدني سزاګانو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخیستل شي او د داسې خپلواک او عادلانه عدلي سیستم د جوړېدو ملاتړ وشي چې د افغانستان ټول وګړي، په ځانګړي ډول ښځې، عدالت ته لاسرسی پیدا کړي.



