شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کاظمي: اسلام اباد له کابل سره په جګړه کې د واشنګټن امرونه پر ځای کوي

پاکستانۍ خبریالې ارزو کاظمي په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان د پوځ خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستې او ادعا یې کړې چې له افغانستان سره په روانه جګړه کې د پاکستان پوځي پرېکړې په اسلام‌اباد کې نه، بلکې په واشنګټن کې کېږي. کاظمي په ډاګه کړې، چې د پاکستان پوځ د افغانستان په وړاندې په خپلو نظامي او سیاسي تګلارو کې د امریکا له لارښوونو او امرونو سره سم ګامونه پورته کوي. د هغې په وینا، د پاکستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې د پرېکړو اصلي واک د واشنګټن په لاس کې دی او پوځ یوازې د دغو امرونو مجري یا عملي کوونکی دی. دې خبریالې زیاته کړې چې په سیمه کې روانه بې ثباتي او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلتیا د یوې داسې لوبې برخه ده، چې مدیریت یې له هېواده بهر کېږي. نوموړې په دې باور ده،چې تر څو واشنګټن پرېکړه ونه کړي، د پاکستان پوځ نشي کولی د افغانستان په وړاندې په خپلواک ډول کوم مثبت یا منفي ګام پورته کړي. ارزو کاظمي یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که پوځي اداره د بهرنیو پروژو پر ځای د خپل هېواد (په ځانګړې توګه د بلوچستان) وضعیت کنټرول نه کړي، نو دغه بې ثباتي به د پنجاب تر زړه پورې ورسېږي، چې بیا به یې کنټرولول د چا په وس کې نه وي.

- Advertisment -spot_img