د ایران او امریکا + اسرائیل د جګړې په دوام، تازه تهران اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې که په روانه جګړه کې له ښکېلتیا ډډه ونه کړي، د ایران له لوري به مشروع هدف وګرځي. د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال «مجید تختروانچي» له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې ایران له اروپايي هېوادونو غواړي چې د امریکا + اسرائیل په جګړه کې ښکېل نهشي. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه پیل شوې چې د امریکا+اسرائیل د هر برید په غبرګون په منځني ختیځ کې امریکایي اډې په نښه کېږي او متحده ایالاتو ته میلیونونه ډالر زیان اوړي. بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تازه له ایران څخه غوښتي چې له قید او شرط پرته تسلیم شي، ګنې دا جګړه به اوږده شي، خو ایراني چارواکو بیا ټینګار کړی، چې دوی له امریکا څخه د هېڅ ډول مذاکراتو غوښتنه نه لري او نه اوربند کوي. د یادولو ده چې تر دې دمه د امریکا+اسرائیل او ایران په جګړه کې هېڅ کوم اروپايي هېواد په مستقیم ډول برخه نه ده اخیستې.



