شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګرو ملتونو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو د سمدستي درولو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر تورک د طالبانو او پاکستان د پوځي ځواکونو ترمنځ د روانو نښتو د سمدستي درولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دواړه لوري باید پر هغو میلیونونو کسانو د مرستې تمرکز وکړي چې بشري مرستو ته اړتیا لري. تورک د تېرې اوونۍ د جګړو د زیاتېدو په اړه ویلي، چې په همدې موده کې لږ تر لږه ۵۶ افغان ملکي وګړي وژل شوي دي، چې په کې ۲۴ ماشومان او شپږ ښځې هم شاملې دي. د هغه په وینا، سربېره پر دې ۱۲۹ نور کسان ټپیان شوي، چې ۴۱ ماشومان او ۳۱ ښځې په کې شاملې دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دغو جګړو له امله په افغانستان کې شاوخوا ۶۶ زره کسان بې‌ځایه شوي دي. د یاد سازمان په اعلامیه کې راغلي چې په پاکستان کې هم د توپچي ډزو او نښتو له امله یو شمېر خلک اړ شوي خپل کورونه پرېږدي. راپورونه ښيي چې لږ تر لږه دوه ښوونځي په نښه شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر ښوونځي تړل شوي دي. تورک زیاته کړې، چې د پولې دواړو غاړو ته ملکي وګړي د هوايي بریدونو، درنو توپونو، هاوانونو او ډزو له وېرې تښتي او له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې سمدستي دې جګړو ته د پای ټکی کېږدي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر له ښکېلو لورو غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي او د نړیوالو قوانینو د احتمالي سرغړونو په اړه بېړنۍ، خپلواکې او شفافې څېړنې ترسره کړي. هغه ټینګار کړی، چې د تاوتریخوالي دوام به یوازې د خلکو کړاوونه زیات کړي او افغانستان او پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې د خبرو اترو، مذاکرې او ګډې همکارۍ له لارې حل کړي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ادعا کړې وه، چې په دغو نښتو کې له ۱۰۰ څخه ډېر افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.

- Advertisment -spot_img