د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د لېږدولو هېڅ پلان نه لري. د InfoMigrants خبري ویب پاڼې د جرمني د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې سره له دې چې د هېواد په محکمو کې د افغان کډوالو شکایتونه زیات شوي، په دې اړه د حکومت پرېکړه به بدلون ونه لري. د راپور له مخې، په پاکستان کې له څه باندې دوه زره افغان کډوالو مخکې له دې چې جرمني ته د لېږد ژمنې ترلاسه کړې وي؛ خو د تېر کال په نومبر کې د جرمني حکومت دا ژمنې لغوه کړې او اعلان یې وکړ، چې هغه خلک چې افغانستان ته راستنېږي یا درېیم هېواد ته ځي کولی شي مالي مرسته ترلاسه کړي. له دې پرېکړې وروسته، د جرمني حکومت پر وړاندې څه باندې ۵۰۰ د شکایت قضیې ثبت شوي او شاوخوا ۹۰ قضیې اوس مهال د هېواد په محکمو کې د استیناف په مرحله کې تر څېړنې لاندې دي. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې جرمني شل افغانان افغانستان ته راستانه کړل. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د اېستلشویو کسانو څخه ۲۰ یې په جرمني کې د برید، جنسي تېري او نشهیي توکو پورې اړوند جرمونو په تور محکوم شوي دي.



