چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مجید قرار: د افغانانو د تلفاتو پټول له اصلي بادار سره د مرستې ښکاره ثبوت دی

لیکوال او مدني فعال مجید قرار ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې جګړې په ترڅ کې هڅه کېږي چې د افغانانو د ملکي تلفاتو اصلي ارقام پټ وساتل شي. قرار زیاته کړې، چې د ملکي تلفاتو پټول د بادار د مرستې څرګند ثبوت دی او د خلکو د مظلومیت او غم احساس له منځه وړي. هغه وايي، په ښکاره توګه د قربانیو شمېر ښودل د مورال لپاره ستونزه نه جوړوي، بلکې د مظلومیت او انتقام حس را پاروي او د دښمن پر وړاندې اړینه کرکه زیاتوي. مجید قرار ټینګار کوي، چې افغانان د نړۍ تر ټولو مظلوم ملت دی، چې حتی د خپلو مړو د خبر خپرولو حق هم نه لري او په دې ترڅ کې په کاذبو ادعاوو د بې ځایه غرور نښه ورکول کېږي. هغه څرګندوي چې دښمن په ډزو بوخت دی او موږ یوازې په ډوزو، خو د خپل مظلومیت راپور ورکول او د حقایقو څرګندول اړین دي ترڅو عدالت او انساني وجدان په ځای پاتې شي. قرار وایي، نړۍ ته د مظلومیت ښکاره کول د قوي، خو نرمه وسله ده، چې د انسانیت د وجدان له لارې د حق او انصاف غږ پورته کوي. که څه هم طالبانو نن په یوه کنفرانس کې پاکستان سره د نښتو له امله د وژل شویو افغانانو شمېر ۱۱۰ او د ټپي شویو شمېر لږ تر لږه ۱۲۳ تنه وښود، خو ولسي خلک وايي چې اصلي شمېرې تر دې لوړې دي.

- Advertisment -spot_img