امریکا په ټکساس ایالت کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ۱۴نور ټپیان دي. یوه حکومتي چارواکي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې یاد کس د مقابلو ډزو پر مهال وژل شوی دی. د فډرال د تحقیقاتو ادارې ویلي، چې یاده پېښه د ترهګرۍ د احتمالي عمل په توګه څېړل کېږي. د راپورونو لهمخې، ډزې کوونکی شکمن کس د سینیګال وګړی و، چې په ۲۰۰۶ م کال کې امریکا ته تللی او د یاد هېواد تابیعت یې ترلاسه کړی و.



