پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته او په سیمه کې د جګړې له پراخېدو سره د تېلو بیه لس سلنه زیاته شوې. پرون د یکشنبې په ورځ د برینټ اومه تیلو د یوه بیرل بیه شاوخوا اتیا ډالرو ته پورته شوه. د رویترز په وینا کارپوهان اټکل کوي، چې په منځني ختيځ کې د روانې جګړې له امله به ښایي د یوه بیرل تیلو بیه ترسل ډالرو پورې اوچته شي. د رویترز د راپورله مخې په داسې حال کې چې پوځي بریدونه په خپله د تیلو د بیو د زیاتوالي سبب شوي، د هرمز تنګي بندول یې یو مهم فکتور بلل کیږي. د نړۍ څه باندې شل سلنه تیل د هرمز تنګي له لارې لیږدول کیږي. یوشمېرسرچینو ویلي، وروسته له هغې چې تهران کشتیو ته خبرداری ورکړ، چې له هرمز تنګي څخه دې له تیریدو ډډه وکړي، د اومه او نورو تیلو او اوبلن ګازو لیږدونکو کشتیو خپل فعالیتونه درولي دي.



