پنجشنبه, اپریل 16, 2026
پنجشنبه, اپریل 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو د “راه فردا ټلوېزیون” نشرات بند او ملکیتونه یې مصادره کړل

د طالبانو حکومت اعلان کړی، چې دوی د محمد محقق له خوا تاسیس شوی ټلویزیون «راه فردا» بند کړی. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په خپله ایکس پاڼه د شنبې په شپه ناوخته لیکلي چې د :«د محمد محقق اړوند رسنیز آدرس، نشرات بند او ملکیتونه یې مصادره شول.» هغه دلیل راوړی، چې د دوی حکومت ځکه راه فردا ټلویزیون تړلی او د محقق ملکیتونه یې مصادره کړي، چې ګواکې محقق د پاکستان وروستي بریدونه جایز بللي وو او د طالبانو انتقامي بریدونه یې غندلي وو. راه فردا ټلویزیون له ۲۰۰۶ کال راهیسې فعاله وو او تر ډېره یې مذهبي، فرهنګي پروګرامونه او خبرونه خپرول. دغه ټلویزیون د محمد محقق له خوا تاسیس شوی و. محمد محقق د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ترکیې ته تللی او هلته له خپلې کورنۍ سره مېشت دی.

- Advertisment -spot_img