د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له “ان بي سي نیوز” سره په خبرو کې ويلي، چې د دغه هېواد ټول لوړپوړي چارواکي، د علي خامنهاي او مسعود پزشکيان په ګډون، ژوندي او جوړ دي. هغه زياته کړې: «کېدای شي يو يا دوه قومندانان مو له لاسه ورکړي وي، خو دا لويه ستونزه نه ده.» تر دې مخکې رويټرز د باخبره سرچينو له قوله راپور ورکړی و، چې د ايران د دفاع وزير امير نصيرزاده او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي قومندان محمد پاکپور نن سهار د اسرائيلو په بريدونو کې وژل شوي دي. تر اوسه پورې ايراني چارواکو د دغو دوو پوځي مقامونو د وژل کېدو خبر نه دی تأييد کړی. رويټرز همدارنګه راپور ورکړی، چې په تهران کې د ايران د رهبر استوګنځای تر بريد لاندې راغلی او د سپوږمکۍ انځورونو له مخې دې ځای ته زيان اوښتی دی.
عراقچي: د ايران لوړپوړي چارواکي ژوندي دي



