پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د نړیوالو قوانینو په تړاو له کابل او اسلام‌اباد څخه د اروپايي ټولنې غوښتنه

د اروپايي ټولنې شورا له دواړو خواوو څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان او پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ د سختو جګړو وروسته سمدلاسه تاوتریخوالی کم کړي. د اروپايي ټولنې شورا په یوه اعلامیه کې، له کابل او اسلام‌اباد څخه وغوښتل چې “ژر تر ژره” خبرې اترې وکړي او د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي. اروپايي ټولنې ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د ګواښلو یا برید لپاره ونه کارول شي او له ا.ا څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ټولو وسله‌والو ډلو په وړاندې “اغېزمن اقدامات” وکړي. ا.ا مخکې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو شتون رد کړی دی. اروپايي ټولنې هم له کابل او اسلام‌اباد څخه وغوښتل چې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره خبرې اترې وکړي. په اعلامیه کې ویل شوي چې نړیوال قانون – د بشري قانون په ګډون – باید د ټولو خواوو لخوا درناوی وشي او ملکي وګړي او ملکي زیربناوې باید خوندي شي. دا په داسې حال کې ده چې ترکیې، سعودي عربستان، ایران، روسیې او چین له دې مخکې له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي وو چې جګړه ودروي او ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي. په ورته وخت کې، تېره شپه، د ا.ا ځواکونو د پاکستان د رژیم په بېلابېلو ځایونو باندې ډرون بریدونه ترسره کړل.

- Advertisment -spot_img