سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران بالاخره امریکايي اډې په نښه کړې

د منځني ختیځ ځايي سرچينو خبر ورکړی، چې ایراني ځواکونو د بالستیک توغندیو په وسیله سیمه کې د امریکا مهمې پوځي اډې په نښه کړې دي. داسې ویل کېږي، چې د ایراني لرې واټن ویشتونکي توغندي په قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو او بحرین کې د امریکا په پوځي اډو لګېدلي. په ورته مهال د ایران تسنیم خبري اژانس په سیمه کې د امریکا پوځي اډو د په نښه کولو خبر ورکړی په خبره یې، ایراني توغندیو سیمه کې د امریکا پوځي اډې او ګټې په نښه کړي دي. بل‌خوا رویټرز خبري اژانس د اسرائيلي رژیم د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې ایراني توغندیو اشغالي فلسطین «اسرائیلو»کې ځیني اهداف په نښه کړي. هاخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران خاوره کې د امریکا او اسرائیلو د ګډو بریدونو په تائید سره له ایراني وګړو غوښتي، چې د ځان ساتنې لپاره خوندي سیمو ته لاړ شي. د یادونې ده، چې امریکا او اسرائیلو تهران، کرمانشاه، قم، تبریز، اصفهان، ایلام او کرج ښارونو کې ځینې سیمې بمبار کړې دي.

- Advertisment -spot_img