د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، د پاکستان بریدونو ته به یې غبرګون نور د پخوا په څير نه وي، بلکې جګړه به اسلام اباد، لاهور او نورو لویو ښارونو کې وي. مجاهد پر پاکستان د نن ورځې هوايي بریدونو ته په اشارې ويلي، پر اسلام اباد او نورو سیمو کې د پوځ پر مهمو مرکزونو هوايي بریدونه دا پیغام لري، چې د افغانستان لاس اوس د پاکستان ګرېوان ته رسېدلی دی. مجاهد دا هم ویلي، د پاکستان پر ضد له تېرې شپې راهيسې پیل شوې جګړه علمیات نه بلکې غبرګون و او که مقابل لوری جګړې ته دوام ورکړي نو تر دې به له سخت ځواب سره مخ شي. د ټي ټي پي د شتون او ملاتړ په اړه د مجاهد ځواب داو، چې پاکستان غواړي یو جعلي روایت جوړ کړي دا هسې یوه پلمه ده. مجاهد د خبرې کنفرانس پر مهال د دغو عملياتو په اړه وروستي جزئيات هم له رسنیو سره شریک کړل. هغه زیاته کړه په دغو عملیاتو کې د د ده په وینا د دښمن ١٩ پوستې او دوه قرارګاوي یې له منځه وړي او څلور پوستې له جګړې پرته تخليه شوي دي. هغه ويلي، د څلور ساعته جګړې په جريان کې ٥٥ تنه پاکستاني عسکر وژل شوي، چې د ځينو جسدونه يې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي او يو شمېر ژوندي هم نيول شوي. دغه راز يادو عملياتو لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې مهمات او نظامي تجهيزات هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي.



