پنجشنبه, اپریل 16, 2026
پنجشنبه, اپریل 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په کندهار او هلمند کې پر پاکستان پوځیانو بیا ځلي برید

د طالبانو وياند ذبیح‌الله مجاهد تازه خبر ورکړی، چې د کابل، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو له هوايي بریدونو وروسته، د دوی ځواکونو د پاکستاني نظامیانو پر وړاندې په نویو جبهو کې انتقامي عملیات پیل کړي دي. د ذبیح‌الله مجاهد په وینا، دا ځل د کندهار او هلمند په سرحدي استقامتونو کې د پاکستاني نظامیانو پر مرکزونو پراخ عملیات پیل شوي دي. دی وايي، دا اقدامات په کابل، کندهار او نورو سیمو کې د پاکستاني لوري د هوايي بریدونو په غبرګون کې ترسره کېږي. د طالبانو ویاند د خپلو سرتېرو لپاره د بریا دعا کړې او ویلي یې دي: «اللهم انصرالمجاهدین فی کل مکان». دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د طالبانو دفاع وزارت له لوري د ۵۵ پاکستاني سرتېرو د وژلو او د ۱۹ پوستو د نیولو خبر ورکړل شوی و.

- Advertisment -spot_img