پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو په روان وضعیت د ملګرو ملتونو اندېښنه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، د بشري حقونو شورا په نننۍ غونډه کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د اساسي حقونو سلبول د بشریت پر ضد جنایت بللی دی. بېنټ افغانستان د روغتیا او بشري حقونو په برخه کې له ژور بحران سره مخ بللی او د افغان ښځو او نجونو په روان وضعیت یې اندېښنه ښودلې. د هغه په وینا، د طالبانو پالیسۍ د ښځو او نجونو اړینو خدمتونو ته لاس‌رسی محدود او زیانمن کړی دی. بېنټ په نننۍ غونډه کې ټینګار کړی، چې افغانستان ته د بشري مرستو کمېدل د وضعیت د لا خرابېدو سبب ګرځي او په دغه برخه کې یې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې. ښاغلي بېنټ په خپل ننني راپور کې په افغانستان کې معلولې ښځې هم د هغو محدودیتونو برخه بللې، چې روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسی یې زیانمن شوی دی.

- Advertisment -spot_img