د پنجاب ایالت د بهاولپور ښار پولیسو هغه ۱۲ افغان محصلین بېرته خوشي کړل، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه محصلین تر څېړنو وروسته په لنډمهالي ډول خوشي شوي؛ خو ویل کېږي چې لاهم تر څار لاندې دي. پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپل راپور کې زیاته کړې، چې دغه افغانان په قاعد اعظم کالج کې د طب پوهنځي محصلين دي. پنجابي پولیسو ویلي،چې دغه اقدام د بېاسناده کډوالو د اېستلو روانې لړۍ په ترڅ کې شوی دی. د معلوماتو له مخې؛ له دې ډلې د شپږو محصلينو ویزې پای ته رسېدلې وې او پاتې نورو د «پي او ار» کارتونه لرل، چې د اعتبار موده یې ختمه شوې وه. د پنجاب ایالت چارواکو ویلي، یاد کسان دا مهال په لنډمهالي ډول خوشي شوي او اجازه ورکړل شوې، چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. د مالوماتو له مخې پاکستان له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د افغان محصلانو په ګډون د ټولو مېشتو افغانانو د ویزو د تمدید چارې درولې دي. له دې سره د زدهکړیالانو په ګډون ګڼ افغانان له ستونزو سره مخ شوي دي. دا محصلین داسې مهال ونیول شول کله، چې پاکستاني پوځي رژیم پر افغان خاورې هوایي یرغل وکړ او دلته یې ملکیان په نښه کړل.



