سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

“امنیت شورا دې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض مخه ونیسي”

یو شمېر افغان او نړیوالو مدني بنسټونو په یوه ګډ بیان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر شورا غږ کړی، چې د طالبانو نویو قوانیو د پخوا پرتله په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا کړکچین کړی دی. په دغه کډ بیان کې چې ۸۲ کورنیو او ۱۳نړیوالو بنسټونو ملګرو ملتونو ته استولی راغلي،”د طالبانو د جزايي محاکمو اصولي نامې پلي کیدو د بشري حقونو وضعیت بدتر کړی دی”. په بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د طالبانو نوی قانون محکوم کړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مخه ونیسي. تمه ده سبا د پنجشنبې ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې وشي. د طالبانو حکومت د روان کال په جنورۍ کې د محاکمو جزايي اصول نامه په لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې تصویب او د دوی د لوی مشر ملا هبة الله اخوندزاده له خوا توشیح شوه. په اصولو نامه کې د پخوا پرتله د ښځو په ګډون په عامو خلکو د قوانینو پلي کیدل سخت شوي دي.

- Advertisment -spot_img